نړۍ

ملګري ملتونه : له روسيې سره دکريميا پيوستون غيرقانوني دى

نيويارک دروسيې  غږ باختر دوري دمياشتې  ٨ :
دملګروملتو دسازمان عمومي ټولنې پرون  ديو پريکړه ليک په صادرولو سره
داوکراين دخاورې  په يو موټي والي  تينګار وکړ او اعلام يې وکړ چې  له روسيې سره دکريميا دټاپو وزمې دپيوستون لپاره  ترسره شوې ټولپوښتنه غيرقانوني ده.
باخترآژانس داسوشتدپرس دخبري آژانس له خولې خبر راکړ: سلو هېوادونو دغه پريکړه ليک ته مثبتې رايې ورکړي دي  او يوولسو هېوادونو ورسره مخالفت کړى دى . اته پنځوس هېوادونه هم په دې ټولپوښتنه کې  حاضر نه وو.
په     رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي   دي   چې ايران   په دې ټولپوښتنه کې ګډون
نه دى کړى .
ارمنستان ، بلا روس ، بولوويا،  کيوبا ، شمالي کوريا ، نيکاراګوا ، روسيې ، سوډان ، سوريې ،   وينزويلا  او   زمبابوي    دغه     پريکړه   ليک ته منفي   رايې    ورکړي دي.
داوکراين دخاورې  يو موټي توب ته ددرناوي  پريکړه ته مثبته رايه  دديپلوماټانو  له هيلو څخه بهر بلل شوې ده   چې   دملګروملتو دسازمان دعمومي ټولنې  ديوسلودرې نوي  غړو هېوادونو دڅه دپاسه نيمايي له خوا  ددغه پريکړه ليک دتائيد څرګندوى دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته