خبرونهټولنه

په بادغیس، پنجشېر ، نیمروز او پکتیا کې اړمنو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

 کابل، د وږي لومړۍ نېټه، باختر

یوه خیریه بنسټ پرون د بادغیس په سنګ آتش ولسوالۍ کې پر ۱۱۸۵ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.

د بادغیس د سنګ آتش ولسوال مولوي مطيع الله عابد د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه خیریه بنسټ د بادغیس له پېښو سره د مبارزې ریاست په همغږۍ پر هرې کورنۍ ۲ بوری اوړه، ۶ لېټره غوړي او یوه اندازه دال ووېشل.

د یو بل خبر له مخې، د خوړو نړیوال پروګرام پرون د پنجشیر په پریان ولسوالۍ کې په سلګونو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.

د پنجشیر د پریان ولسوال قاري شیرشاه حقمل وويل چې دغه کورنۍ چې پخوا سروې شوې وې د خوړو نړیوال پروګرام پر هرې کورنۍ یوه بورۍ اوړه او یوه اندازه غوړي او مالګه ووېشل.

د یوبل خبر له مخې، د نیمروز په کنګ ولسوالۍ کې په ۱۵۶۲ بېوزلو کورنیو او کونډو ښځو پرون د خوراکي توکو د وېشلو بهیر پیل شو.

د نیمروز د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست سرپرست ملا محمد حق بشیر وويل چې د OHA او د WFP موسسو د نیمروز د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ د دغه ولایت په کنګ ولسوالۍ کې پر ۱۵۶۲ بېوزلو کورنیو او کونډو ښځو د خوراکي توکو د وېشلو بهیر پیل کړ.

هغه زیاته کړه، په دغو مرستوکې وریجې، غوړي، دال، مالګه ، د ماشومانو مقوي خواړه او شېدې ورکوونکو ښځوته مخصوص خوراکي توکي شته.

په ورته وخت کې د پکتيا د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي رياست تر چتر لاندې او د IRC موسسې په مالي همکارۍ پر ١٢٦ سېلاب ځپلو کورنيو مرسته ووېشل شوه، چې پر هرې کورنۍ ۱۴ زره افغانۍ، يو خيمه او واټر کيټونه ووېشل شول.

ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا