امنیت

په نورستان کې د٩ تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل او ديولړچاودنو مخنيوى

پارون  باختر د وري  دمياشتې  ٢٠ :
په نورستان ولايت کې له  پوځيانو سره په نښته کې نهه تنه  وسله وال طالبان  ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار ډيورند کرښې ته څيرمه د پوځيانو له خوا  پرې بريد وشو او ووژل شول.
دهېواد په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل ؛ په دې  جګړه کې ددغې ډلې نهه تنه پاکستاني وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل يرغلګر کله کې  دډيورند له کرښې اخوا د کامديش ولسوالۍ ته  ننوتل دپوځيانو له خواپرې ډزې وشوې .
ويل کيږي  په دې جګړه کې پوځيانو اودسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په نورستان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه نيول شوې ده .
امنيتي ځواکونو نن سهار شپږ ما ينونه چې دوسله والو طالبانو له خوا د پارون ښار او دبرګ مټال ولسوالۍ په ګڼ ميشتو لارو کې ښخ کړي و کشف او شنډ کړل.
دهېواد په ختيځ کې   دپوليسو يوه جګپوړى قوماندان وايي  چې طالبانو غوښتل
ددغو ماينونوپه ښخولو سره ملکي و ګړو ته يولړ خونړۍ پيښې رامنځته کړي خو بريالي نه شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته