خبرونهټولنه

په بادغیس کې اړمنو کورنیو نغده مرسته ترلاسه کړه

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر

په بادغیس کې د (سی. آر.دي. سي) مرستندویې موسسې پر۵۵۷۰ بې وزلو کورنیو نغدې پیسې ووېشلې.

د بادغیس له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي باریداد صابر باخترآژانس ته وویل چې د (سي. آر. دی. سي.) مرستندویې موسسې پرهرې کورنۍ  ۱۱۵۰۰نغدې افغانۍ وېشلې دي.

د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مفتي مولوي بازمحمد سروري وویل چې څه موده وړاندې هم له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د دغه ولایت په قادس، جوند او آبکمري ولسواليو کې پر۷۷۸ بې وزلو کورنیو نغدې پیسې وېشلې وې.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا