امنیت

د جوزجان ديو امنيتي مسوول دجنازې دښخولو په مراسم دوسله والو طالبانو خونړۍ بريدونه .

کابل باختر  دغبرګولي  دريمه :
دجوزجان ولايت دپوليسو دقوماندانۍ دکشف  آمر د جنازې  د ښخولو په مراسم دوسله والو طالبانو دبريد له امله يو ملکي وګړى شهيد او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
دغه پيښه نن له غرمې مخکې دامام جعفر په قبرستان کې دجوزجان –سرپل  په لويه لاره کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوه ډله يرغلګر طالبان دجنازې  دښخولو په مراسمو کې په ګډون کوونکو بريد وکړ .
  دجوزجان ولايت دپوليسو دقوماندانۍ دکشف آمر عبداللطيف  اسحق زى پرون ديوې ډلې وسله والو طالبانو په بريد کې له دوو ملګروسره وژل شوى و .
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان فقير محمد جوزجاني وويل چې  يرغلګر کسان وسله وال طالبان و .
  ده ددغې پيښې  وژل شوي او ټپي شوي کسان ملکي وګړي وبلل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته