امنیت

په ننګرهار کې د پوځيانو د نويو بريدونو له امله اووه ويشت تنه داعشيان وژل شوي دي

کابل باختر دثور لومړى :
د داعشيانو د ډلې  ٢٧ تنه غړي د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې  هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوقوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې په نويو بريدونوکې  ٢٧ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل:  په دغو داعشيانو د ننګرهار ولايت  دبټي کوټ ، هسکې مينې روداتواو د دربابا  د ولسواليو  په مربوطاتو کې د دوى په سنګرونو کې  بريدونه شوي دي.
د رارسيدلو خبرونوله مخې   په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څومرکزونه او پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي . 
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې، امنيتي مامورينو  نن سهار د ننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لاروکې څلور ماينونه کشف او شنډ کړل .
ددغو ماينونو  دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې، پوځيان په  ننګرهار ولايت کې  د وسلو اومهماتو ديوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي
دغه ډيپو د بټي کوټ  په ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو په يوه پټنځي کې ساتل کېده .
له دغه ډيپوڅخه  يوه اندازه  سپک او درانده  جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.  ختم_ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته