-تالقان/ باختر د وږي دويمه :
څلور تنه وسله وال طالبان نن سهار د تخار ولايت په درقد ولسوالۍ کې ووژل شول .
د تخار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالخليل اسير باختر آژانس ته وويل چې وسله والوطالبانو د تخار ولايت په درقد ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو په يوه پوسته بريد وکړ چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
اسير زياته کړه چې په دغونښتوکې څلور تنه سيمه ييز پوليسان هم شهيدان شول او يو تن بل ټپي شو .
ده زياته کړه چې دغه جګړه يو ساعت دوام وکړ او د کومکي ځواکونو په رسيدو سره نور ډار اچوونکي له ساحې څخه وتښتيدل .
0 د یوې دقیقې څخه لږ