خبرونهټولنهروغتیا

پاکستان افغان عاجلو ناروغانو ته د ورتګ اجازه ورکوي

کابل / د وږي ۱۶ / باختر 

پاکستان وايي عاجلو افغان ناروغانو ته اجازه ورکوي چې د تورخم  بندرله لارې

دغه هېواد ته  ولاړ شي.

د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د پاکستان قونسل عابدالله  ژمنه وکړه چې عاجلو افغان ناروغانوته  د دیپلوماتیکو اړیکو په پام کې نیولو سره اجازه ورکوي دغه هېواد ته  د درملنې په موخه ولاړشي .

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان همدا اوس آن هغو کسانو ته چې د دغه هېواد ویزا هم لري د تګ اجازه نه ورکوي.

دا بندیز د دې سبب شوی دی چې د افغانستان په زرګونو اوسېدونکي د پاکستان په بندرونو کې ايسار پاتي دي.

دغه ژمنه د ننګرهارد عامې روغتیا رییس عطاالرحمان فاتح له غوښتنې وروسته شوې ده .

هغه باختر آژانس ته وویل؛ پاکستان سره د موافقې له مخې له دې وروسته ناروغان کولای شي له  بندیز پرته د تورخم  بندرله لارې د درملنې په موخه  پاکستان ته ولاړشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته