
کابل، د چنګاښ ۲۶مه، باختر
د بادغیس د ټولګټو مسوولین په دغه ولایت کې د لامان – قیصار حلقوي سړک د دریمې برخې د جوړولو خبر ورکوي.
د دغه ولایت د ټولګټو رییس مولوي عبدالرحمان رحماني د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې یاد سړک د ۶۵ کیلو مترو په اوږدوالي د پیمان کار سلام باختر او دهري رحماني شرکتونو له لوري به په نړیوال معیارونو برابر د یو کال په موده کې ورغول شي.
د یادونې وړ ده، چې یاد سړک د ۶۵ کیلو مترو په اوږدوالي فاریاب او بادغیس ولایتونه سره نښلوي، چې اوسمهال په کې سلګونو کسانو ته کار زمینه هم برابره شوې ده.
جهانیار