ټولنه

له بزګرانو سره دگرځنده ژرندو مرسته وشوه

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٣ :
د افغانستان د بيا احياکولو پرمختيايي موسسې نن د بغلان ولايت له بزګرانو سره دپنځوگرځنده ژرند و مرسته وکړه.
د بغلان ولايت دکرنې او اوبولګولو رياست د بزګرانو دکوپراتيفونو لوى مدير محمدانور عاطفي باختراژانس ته وويل: پنځه گرځنده ډوله ډيزلي ژرندې چې ارزښت يې دوه سوه پنځوس زره افغاني اټکل شوي دي؛د افغانستان دبيااحياکولو دموسسې له خوا مرسته وشوه.
دده دڅرگندونوله مخې: گرځنده  ډيزلي ژرندې دکوپراتيفونو د مالي بنسټ په پياوړتيا کې مهمې اواساسي دي .
د يادونې وړ ده چې همدا اوس دوه زره پنځه سوه تنه بزګران د بزګري د يوسلو شپږديرشو کوپراتيفونو په چوکاټ کې په بغلان کې تنظيم شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته