-کابل / دچنګاښ ٢٧مه /باختر:
د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د شخړې له امله پرون دوه تنه ووژل شول او يوتن بل ټپى شو .
د پروان ولايت د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي د باختراژانس سيمه ييز خبريال خالد سخا ته وويل: چې دغه دوه کورنى د دغې ولسوالۍ د بخشي خيلو په کلي کې له ناندرو وروسته وسله واله جګړه کړې ده ،چې په پايله کې له دواړو کورنيو څخه دوه تنه وژل شوي او يوتن بل ټپي شوى دى.
د بګرام ولسوال وويل چې پوليسو د دغې پېښې په اړوند درې تنه نيولي دي. او ترپوښتنې لاندې دي .
ختم _ ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ