کابل باختر د وږي ٦مه :
دوه ښځينه پوليسانې په قندهار ښار کې ترور شوې .
يرغلګرو نن سهار دغه دوه پوځيانې دقندهار ښار چوک ته څېرمه دتګ راتګ په ګڼ مېشته سيمه کې په ډزو ووژلې او وتښتيدل .
دقندهار يوه امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې روبينا او فرزانې په قندهار کې په قوماندانۍ کې دنده ترسره کوله .
درپوټونوله مخې، يرغلګرو پر دغو ښځينه پوليسانو له ډزو وروسته په تېښتې بريالي شوي دي او دقندهار امنيتي ماموران وايي چې ددوى په لټه کې دي .
تراوسه پورې کومې ډلې ددغه بريد مسووليت نه دى منلى ، خو سيمه ييز خبرځايونه يې طالبان عاملين بولي .
ختم_ شکريه – اکرم