
۱۱– کابل، د غوايي ۲۵مه، باختر
د بادغیس د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې.
د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کې د دغه ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمر مولوي فیض الله فیاض وویل، چې دغه سیالۍ د سپورټ د ودې او ځوانانو د هڅونې په موخه په لاره اچول شوې دي.
فیاض زیاته کړه، چې دغه سیالۍ به شاوخوا یوه میاشت دوام وکړي.
لمر