سیاست

دتخار ولايت په تالقانو ښار کې دتروريستي بريد په اړوند دملي شورا دمشرانو جرګې اعلاميه

دتخار ولايت په تالقانو ښار کې دتروريستي بريد په اړوند دملي شورا دمشرانو جرګې اعلاميه .

 دمشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار دملي شورا دمشرانو جرګې داداري هيئت په استازيتوب دتخار ولايت په تالقانو ښار کې هغه تروريستي اووحشيانه  بريد چې دملي شورا دولسي جرګې دغړي او دهيواد د پياوړي جهادي شخصيت ارواښاد عبدالمطلب  بيګ  په ګډون  دلسګونو تنو دشهادت او ټپي کيدو سبب شو ، په کلکه  غندي . دعبدالمطلب  بيګ او دپيښې دنورو شهيدانو شهادت يوځل بيا وښودله چې مزدور دښمنانو دخپلو بهرنيو بادارانو په لارښوونه اونخچې  سره د ځنځيري وژنو په دوام  دهيواد په ملي اوجهادي   ځانګړيو  شخصيتونو ناځوانمردانه  بريدونه کړي دي چې دهغوى په ګومان دهيواد ملي او هيوادپال عناصر او صديق مدافعين  له خپلې لاري  څخه لري کړي او خپلو ناوړو هدفونو ته چې هماغه  په افغانستان کې دبي ثباتي، ګډوډي  او جګړې  دوام دى، ورسيږي .

   خو ددغې خاورې مسلمان خلک به لکه  څنګه چې په تيرو وخت کې يې ددغه هيواد دښمنانو ته خوله ماتونکي ځواب ورکړي دي  داځل هم وحشي تروريستانو ته ددې مجال ورنه کړي  چې خپل ناوړه ارمان ته ورسيږي .

  دمشرانو جرګې رييس او غړو  دشهيدانو پاک روح ته  ددعا دکولو په ترڅ کې  دلوى خداى ( ج )   له دربار څخه دپيښې  ټپيانو ته  دروغتيا او د شهيد عبدالمطلب  بيګ او دنورو شهيدانو  کورنيو ته دجميل  صبر هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته