خبرونهټولنه

په بادغیس کې زرګونه برېښنايي پېژندپاڼې ووېشل شوې

کابل، د لړم ۱۷ مه، باختر

د بادغیس د احصایې مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر چې د څه مودې لپاره بند شوی و پرون بیا پیل شو.

د بادغيس د مرکزي احصايې رييس ملا ضياء الدين بختيار د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په تېرو اوو  مياشتو کې ٧ زره ٥٨٢ الکترونیکي تذکرې ويشل شوي او ٢ میلیونو ٢٧٤ زره ٦٠٠ افغانۍ عوايد یې له لارې ترلاسه شوي دي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا