
کابل، د غبرګولي ٢مه، باختر
د بادغیس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې FAO موسسې په مالي ملاتړ ۷۵ زره څارویو ته د پوستکي ناروغۍ واکسین کمپاين پیل شو.
د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه کمپاين به د مرکز په ګډون ټولو ولسواليو کې تطبيق شي، چې شاوخوا ۷۵ زره څارویو ته به د پوستکي ناروغۍ واکسین ورکړل شي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په ګڼ شمېر ولایتونو کې څارويو ته د پوستکي ناروغۍ د واکسین کمپاينونه پیل شوي وو.
لمر