کراچيباختر د سرطان ١٩ ش
دپاکستان په کراچى ښار کې دقصدي وژنو او اړودوړ په دوام نن څه نا څه څلورتنه ووژل شول .
دباخترا ژانس دخبر له مخې، نا پيژندل شويووسله والوکسانودبلديه ښارګوټي په ناحيه کې په يو سړي ډزې وکړې او هغه يې ټپي کړ چې روغتون ته وليږدول شواودټپونو دژورتيا له ا مله يې ساه ورکړه
له بلې خوا ددريو تنو نورو مړي نن سهار د کراچۍ ښار په ميتاداراومليرساحو کې دپوليسو لاس ته ورغلل چې د ځورونې نښې نښا نې په بدن کې يې تر سترګو کيږي چې وروسته په ډزو سره وژل شوي دي
له دغو قربانيانو څخه دوه تنه يې د لبنياتو ديو فارم کارکوونکي وو له بلې خوا د کرا چۍ ښار پو ليسو ددغه ښار دګلستان جوهر په نا حيه کې دقصدي وژنې ديو قاتل نديم بيهارى د نيولو خبر ورکړ .
په ده د وژنې په اوو پيښو کې دلاس لرلو تورګول شوى دى اوديو سياسي ګوند فعال غړى هم دى
دغه تورن دسيال ګوند ديو فعال غړي د وژلو په خا طر دپوليسو له خوا نيول شوى دى.