سیاست

د جلالتمآب جمهور ریېس د خواشینۍ پیغام

کابل باختر د مرغومې ٣٠ مه
په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ  چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبيعي علومو د برخې د کيميا او بيولوژي انستيتوت آمر څېړنوال ظل الله احمدي د زړه د حملې له کبله   د ٦٠ کلنۍ په عمر وفات شو.
ارواښاد څېړنوال ظل الله احمدي د پوهنتون د استاد او د افغانستان د  علومو اکاډمۍ د کيميا او بيولوژي انستیتوت د غړي په حیث اوږده موده د هېواد خدمت کړی دی او په خپل مسلک کې يې تر لسو زيات علمي، څېړنيز آثار ليکلي دي.
د ارواښاد احمدي ناڅاپي مړینه یوه ستره ضایعه ده.
د هغه اروښاد کورنۍ، دوستانو او همکارانو ته تسلیت وایم. الله تعالی دې یې وبخښي. پاى_ ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته