ټولنه

په فراه کې يوشمېر ځوانانو د ظرفيت لوړولو روزنيزه دوره تېره کړه

کابل / د غبرګولي١۶مه / باختر
په فراه کې۲۵۰ ځوانانو د کمپيوټر او انګليسي ژبې په برخه کې له زده کړې وروسته نن د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
دغه پروګرام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت په مالي مرسته په فراه ښار کې جوړ شوې و او ٢۵٠ ځوانانو د انګليسي ژبې او کمپيوټر په برخه کې له زده کړې وروسته د خپل فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد اورنګ مختار ځوانانو ته د دغه شان مهارتونه زده کول ګټور وبلل او ويې ويل چې په اوسني وخت کې هر ځوان بايد له عصري ټکنالوژۍ او انګليسي ژبې سره بلدتيا ولري.
هغه له فارغانو څخه وغوښتل چې له خپلو زده کړو څخه د هېواد او ټولنې د پرمختګ په لاره کې ګټه واخلي.
هغه دغه راز په نږدې راتلونکي کې په دغه ولايت کې د دغه شان پروګرامونو د جوړولو خبر ورکړ.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته