سیاست

د وزيرانو شورا نوبتي غونډه د حامدکرزي په مشرۍ جوړه شوه

کابل باختر دليندي اتلسمه : د وزيرانو شورا نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ دجمهوري رياست د ارګ د ګلخانې په مانۍ کې جوړه شوه . دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ : په پيل کې د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس د ايران اسلامي جمهوريت ته د هيواد دجګپوړي هيئت د رسمي سفر د نتيجو په باب غونډې ته معلومات ورکړل . دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس د ايران د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس د ميلمه پالڼې له امله دمننې دڅرګندولو په ترڅ کې دغه سفر د دواړو دوستو او ورونو هيوادونو ترمنځ د دوستانه او د ښه ګاونډيتوب د اړيکو د لازيات ټينګښت او پراختيا په لاره کې ګټور وباله او زياته يې کړه: دواړو لورو په دوستانه او صميمانه فضا کې خپل دريځونه اونظريې بيان کړې او تفاهم وشو چې د سيمې د امنيت او سولې د تامينولو په لاره کې دې د دواړو هيوادونو ايران او افغانستان ترمنځ د اوږدمهالو او هراړخيزو ګټو د ساتنې په خاطردسياسي، امنيتي، اقتصادي او فرهنګي حوزو د دوستۍ اوهمکارۍ يوهراړخيز تړون تنظيم او لاسليک شي . د وزيرانو شورا د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس د سفر نتيجې قناعت بخښوونکې وبللې او خپل ملاتړ يې څرګند کړ . وروسته محمدکريم خليلي په کابل ښارکې د زيارت کوونکو د ويزې د اجرا کولو په اړوند د عراق له سفير سره د خپلې کتنې دنتيجو په باب چې د زيارت په مقصد کربلاى معلا ته ځي؛ غونډې ته معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې له کابل ښار څخه عراق ته د مستقيموالوتنو ستونزه چې د ايران د اسلامي جمهوريت له فضا څخه تيريږي؛ بايد ددغه هيواد له لوري سره حل شي . د وزيرانوشورادبهرنيوچارو، کورنيوچارو او دترانسپورت او هوايي چلندوزارتونه موظف کړل چې د زيارت کوونکو د ويزې په برخه کې دې دعراق له سفارت سره هراړخيزه همکاري وکړي. دغه راز دعبوري الوتنو ستونزه دې دايران داسلامي جمهوريت له لوري سره حل کړي . له اجنډا سره سم، دماليې وزير او د عدليې وزارت مسلکي معين دمالياتو دچارو د ادارې د قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه او زياته يې کړه چې دغه قانون پرعايداتو باندې د مالياتو دقانون اودماليې دقانون دبشپړونکى په توګه ارزښت زياتوي. دافغانستان داساسي قانون دوه څلويښتمې مادې له حکم سره سم په ديارلسو فصلونو او پنځه شپيتو مادوکې وضع شوى دى چې دغه هدفونه لري: ١_ د مالياتو د چارو د ادارې تنظيم . ٢_ دمالياتي قوانينو له حکمونوسره سم دمالياتو د راټولولو اوتحصيل څرنګوالى. ٣_ دماليه ورکوونکو او د مالياتو د ادارې د حقوقواو مکلفيتونو تنظيم. د وزيرانو شورا له هراړخيزو خبرو وروسته د مالياتو د چارو د ادارې د قانون طرحه تاييدکړه او دعدليې او ماليې وزارتونه يې موظف کړل چې دغه قانون دې دغونډې له يادونې سره سم تصحيح او بشپړ کړي او د تصويب په مقصد دې د هيواد پارلمان ته وليږي . وروسته دماليې وزير دملي دفاع وزارت له غير اختياري انکشافي بودجې څخه ددغه وزارت عادي بودجې ته د اووه پنځوس اعشاريه اوو مليونو ډالرو د تعديل په باب ددغه وزارت وړانديز غونډې ته طرحه کړچې د تاييد وړ وګرځيد. وروسته دفوايدعامې وزير د پروان ولايت د اوسيدونکوغلام دستګير اومحمد قربان د ملکيتونو د دوکانونو او د يوزرو شپږ سوه متره مربع ځمکې استملاک چې د دوى په ملکيتونوکې تر باميانو پورې دپل مټک سړک جوړ شوى دى؛ د درې اعشاريه دوومليونو افغانيو په ټوله بيه غونډې ته طرحه کړ. د وزيرانو شورا د دغوملکيتونو استملاک تصويب کړ او دماليې او فوايدعامې وزارتونه يې دهغو خاوندانو ته د استملاک دبيې په ورکولوموظف کړل . دغونډې په پاى کې د بهرنيو چارو د وزير له خوا دوه مورده نړيوال تړونونه غونډې ته طرحه شول چې د تاييد وړ وګرځيدل. د وزيرانوشوراغونډه د افغانستان د خلکو د خير او فلاح په خاطر د دعاييې په لوستلو سره پاى ته ورسيده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته