امنیت

په ننګرهارکې طالبانو او داعشيانو ته د سر زيانونه

کابل / د لړم ٨مه / باختر
شل ډار اچوونکي په ننګرهارکې له پوځيانو سره په نويو جګړوکې ووژل شول.
پر دغو ډار اچوونکو تېره شپه او نن سهار د دغه ولايت په ځينو سيموکې هوايي او ځمکني بريدونه وشول.
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په بريدونوکې د طالبانو او داعش ډلو ٢٠ غړي وژل شوي، يو شمېر نور يې ټپيان او د هغوى څو مرکزونه هم له منځه يوړل شوي دي.
د يو بل خبرله مخې:
په ننګرهارکې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي ځواکونو نن سهار د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لاروڅخه ١٤ماينونه کشف او شنډ کړل.
پاى ذ
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته