
کابل، د لیندی ۹ مه، باختر
د بادغیس د کرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د(هلپ) موسسې له لوري پر۱۲۷۲ اړمنو کورنیو د چرګانو د روزنې وسایل او د خوراکي توکي ووېشل شول.
د بادغیس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمد احسان د هلپ موسسې له کارکوونکو څخه د مننې ترڅنګ باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغې موسسې په مالي ملاتړ پر ۱۲۷۲ اړمنو کورنیو د چرګانو د روزنې وسایل، ۳۰ چرګان او خوراکي توکي ووېشل شول.