امنیت

اووه تنه داعشيان په هوايي بريد کې ووژل شول

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ١٥ :
دداعش دډلې  اووه تنه غړي نن  په ننګرهار ولايت کې دهوايي بريد په بهيرکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو نن سهار په اچين ولسوالۍ کې  بريد وشو او ووژل شول.
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛ داعشيان په خپل پټنځي کې ديولړتروريستي
بريدونو دطرحه کولو په خاطر راټول شوي و  چې دهېواد دهوايي ځواکونو له خوا پرې بريد وشو.
دهېواد په ختيځ  کې دسرحدي پوليسو يوجګپوړى قوماندان دباخترآژانس  خبريال ته وويل :  چې په دې هوايي بريد کې اووه تنه  داعشيان  ووژل شول.
ده تائيد کړه چې  په داعشيانو په اچين ولسوالۍ کې  کله چې په خپل پټنځي کې ديولړ تروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و ، بريد وشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته