-بيجينګ باختر دثور ٢٨:
د چين د ولسي جمهوريت د آزادي غوښتوونکو اردو او د پوځي قواوو ورځپاڼه په جنوبي سمندرګي کې په دغه هېوادکې د توغندي ويشتوونکو دستګاوو د درولو خبر ورکړ.
د خبرځايونو د خبرله مخې:
جنوبي سمندرګي د تايوان ټاپو وزمې د تنګۍ _ د ويتنام ختيځ، د فلپين شمال لويديځ او د اندونيزيا او سنګاپور تر آبي پولو پورې يوه سيمه ده او په دې دليل چې په دې سمندرګي کې د آسيا د ختيځ او جنوب ختيځو هېوادونو ترمنځ د مناقشې ځينې ټاپو وزمې دي، دغه سيمه په نړۍ کې يوه حساسه او د مناقشې وړ سيمه ده .
ويل شوي دي چې دغه توغندي ويشتوونکي د دښمن د بيړيو په پيژندلوکې لوړ قابليت لري او کولى شي هغوى وپيژني او ويې وهي .
0 1 دقیقه لوستل