امنیت

څه ناڅه شپږ سوه شپږ اتيا کيلوګرامه ترياک ضبط شول

فيروزکوه  باختر دغويي دمياشتې  ٢٥ :
شپږسوه شپږاتيا کيلوګرامه ترياک پرون په نيمروز ولايت کې ضبط شول.
دنيمروز ولايت دامنيي قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر مرستيال محمدحسين هاشمي دباخترآژانس  خبريال ته وويل چې دغه ترياک په يوه ترانزيت موټرکې په مهارت سره  ځاى پرځاى شوي وو او د ايران او افغانستان ترمنځ په سرحدي سيمه کې د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې دمديريت دموظفينو له خوا کشف اوضبط شول.
خبرځاى وويل چې د دغې قضيې په اړوندموټرچلوونکى نيول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته