امنیت

شپږتنه ماين ښخوونکي ونيول شول

کابل باختردکب ٨ نيټه  :
شپږ تنه ماين ښخوونکي په ننګرهار ولايت کې ونيول شول.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت  حسين مشرقيوال باخترآژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي د دغه ولايت په بيلابيلو سيمو کې د يولړ پوځي عملياتو په بهيرکې ونيول شول.
ده وويل ؛  چې نيول شوي کسان د وسله والو طالبانو او داعشيانو د ډلو  غړي دي او په ننګرهار ولايت کې دماين ښخولو په لسګونو خونړيو پيښوکې لاس لري.
نيول شويو ډاراچوونکو په لومړنيو تحقيقاتو کې  په ننګرهار ولايت کې دماين ښخولو په لسګونو خونړيو پيښوکې په لاس لرلو اعتراف کړى دى. پاىج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته