(PS)خبرونه(PS)ټولنه(PS)روغتیا

په بادغیس کې ۳ ټنه تاریخ تېره خوراکي او غیر خوراکي توکي وسوځل شول

کابل، د غوايي ۱۳مه، باختر

د بادغیس د صنعت او سوداګری آمریت مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې ۳ ټنه تاریخ تېره خوراکي او غیر خوراکي توکي سوځول شوي دي.

د دغه ولایت د صنعت او سوداګری آمر مولوي جلال الدین حقاني د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت له مرکز قلعه نو بېلابېلو سیمو څخه تاریخ تېره خوراکي او غیر خوراکي توکي راټول او وسوځول شول.

د نوموړي په وینا، تل یې هڅه کړې چې له پلورنځیو څخه تاریخ تېره توکي راټول کړي او له پلورونکو سره به قانوني چلند وشي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا