امنیت

د افغانستان اسلامي جمهوريت او ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه د خلکو ساتوونکي دي

کابل باختر د غبرګولي لومړى :
  د ملکي تلفاتو په باب د طالبانو د اعلاميي ځواب
د افغانستان اسلامي جمهوريت د سراسري انتخاباتو په نتيجه کې رامنځته شوى دى او د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه د وسله والو ځواکونو د سر قوماندان په مشرۍ د ملي ګټو ، ملي واکمنۍ او د ځمکني بشپړتيا  لپاره هلې ځلې کوي .
د ملي دفاع وزارت په اعلاميه کې چې باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي: د هېواد د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په  ليکوکې دافغانستان دخلکو د بچيانو شموليت خلکو ته د درناوي او د هېواد د پتمنو خلکو د ژوندانه د ساتنې ښکارندوى دى.
ډار اچوونکي تل زموږ د ګران هېواد په پايتخت او نورو ښارونو د چاودنو، ځانمرګو بريدونو، ترور او د نورو ډار اچوونکو عملونو په ترسره کولو سره زموږ له خلکو څخه قرباني اخستى دى.
په بشپړه توګه څرګنده ده چې د دښمنانو وروستي تبليغات به زموږ د خلکو ترمنځ ځاى و نه لري امنيتي او دفاعي ځواکونه په ټولو امکاناتو سره د خپلو خلکو ساتنه کړې ده او څرګندوي چې تش تبليغات به تل بې اغيزى پاتې شي، دغه ځواکونه چې يوه څاڅکي وينه يې په بدن کې وي؛ پرې نه ږدي چې ډار اچوونکي خپلو غير اسلامي او غير انساني  هدفونو ته ورسيږي .
  ختم_ ج _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته