کابل باختر دکب يو ويشتمه :
دولسي جرګې يوه پخوانۍ غړې شهلا عطا وفات شوه .
شهلا عطا چې پنځه کاله مخکې دجمهوري رياست په انتخاباتو کې يوه نومانده وه په نامعلوم دليل په خپل کور کې وفات شوې ده .
دباختراژانس دخبر له مخې، دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو دتحقيقاتو رييس له رسنيو سره په خبروکې دشهلا عطا مړينه تاييد کړه او په دې باب يې دپوليسو دتحقيقاتو د پيل خبر ورکړى دى .
په همدې حال کې په هيواد کې دبشرد حقوقو يوشمير فعالانو دشهلا عطا دمړينې دعواملو دڅيړنې غوښتنه کړې ده .
1 د یوې دقیقې څخه لږ