امنیت

طالبانو ته دبغلان په نهرين کې دسر زيان اوښتې دى .

کابل / دچنګاښ لومړى /باختر :
اته وسله وال طالبان تېره شپه دبغلان په نهرين ولسوالۍ کې دپوځيانو په پوستو دبريد په بهير کې ووژل شول .
دبغلان دامنيې قوماندانۍ وياند جاويد بشارت وويل  چې وسله والو طالبانو تېره شپه ديوې بجې په شاوخوا کې په نهرين کې دپوځيانو پرڅو امنيتي پوستو خپل برېدونه پيل کړل . چې دپوځيانو له سخت غبرګون  سره مخ شول.
هغه وويل جګړه چې څلور ساعته دوام وکړاته وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول . او شاتګ ته اړ شول .
هغه وويل په دې جګړه کې دوه تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان اودسيمه ييزواو ملي پوليسو څلور تنه نور سرتيري  ټپيان شول .
بشارت څرګنده کړه چې دوسله والو طالبانو په دې بريد کې دولسوالۍ په بازار کې څو پلورنځي  وسوځېدل او دهغو خاوندانو ته زيات مالي زيانونه واوښتل .
  ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته