کابل باختر دتلي شپاړلسمه :
دداعش دډلې ١٦ تنه غړي دهېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تيره شپه دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې په نويو بريدونوکې له تيرې شپې څخه تر نن سهاره پورې ١٦ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت دغني خيلو، اچين اوروداتو دولسواليو په مربوطاتو کې ددوى په سنګرونو بريدونه شوي دي
درارسيدلوخبرونوله مخې ، په دې هوايي او ځمکنيو بريدونو کې دهغوى څو مرکزونه او پټنځي له تولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهار کې ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه
.امنيتي مامورانو نن سهار دننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه ٤ ماينونه کشف او شنډ کړل .
ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي
ختم_عطاالله _ اکرم