فرهنګ

په بغلان کې ښځينه خبريالانو زده کړې وکړې .

کابل باختر د غبرګولي دويمه :
په بغلان کې اوولسو تنو ښځينه خبريالانو له يوې لنډ مهالې روزنيزې  دورې  وروسته دفراغت  سندونه ترلاسه  کړل .
په بغلان کې دنى ددفتر مسوول نسيم رحيمي دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغې روزنيزې  دورې موخه دښځينه خبريالانو د ظرفيتونو  لوړول و او برخه والو په څلورو ورځو کې دخبريالى  د اصولو ، اساساتو او اخلاقو او دخبر او رپوټ د برابرولو دڅرنګوالي په باب زده کړې وکړې .
  ده وويل  چې درسنيو دکاري ظرفيت نشتوالى  په بغلان کې دخبريالى په ټولنه کې يوه ستره ستونزه وه او ټاکل شوې ده چې نى دغه برنامه  دامريکا دمتحده ايالاتو  دانکشافي  دفترپه مالي همکارى دهېواد دشمال په نهو ولايتونوکې ترسره کړي .
  يوې برخه والي  مينې مستعد  ددغې روزنيزې برنامې عملي کول په خپله کاري برخه کې اغيزمن وبلل او دنى له دفتر څخه دمننې  په څرګندولو سره يې ددغه شان زياتو برنامو دعملي کولو غوښتنه وکړه .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته