۱۰۰ ورځې

د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى: د انتخاباتو نتيجې به ډير ژر اعلام شي

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٩
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى وايي: د پنجشنبې د ورځ تر وروستيو ورځو پورې به د راى پاڼو د پلټنې او څيړنې بهير پاى ته ورسيږي.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې : د انتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور چې نن يې له خبريالانو سره خبرې کولې؛ وويل: د څيړنې او نتيجو څه ناڅه اته سوه لستونه پاتې دي چې ښايي د نن تر ناوخته او يا ترسبا پورې په بشپړه توګه په سيستم کې شامل شي .
ده وويل: هيله لرو چې د راى پاڼو د پلټنې د تخنيکي کارونو له بشپړيدو وروسته د انتخاباتي شکايتونو کميسيون په دې باب شکايتونه په ټاکلي وخت وڅيړي.
د نور دڅرګندونو له مخې: تراوسه پورې په اوو علني غونډوکې دڅيړنې د اتلسو زرو پنځه سوه نهه پنځوسو لستونو په باب تصميم نيول شوى دى او يواځې د راى  پاڼو د باطلولو لپاره يوه غونډه پاتې ده چې په دې غونډه د څيړنې د څلور زره دوه سوه نهه شپيتو لستونو په اړوند تصميم نيول کيږي.
د انتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى  يوځل بيا ټينګار وکړ چې دواړه نوماندان دې بايد په خپلو ژمنو عمل وکړي او د انتخاباتو نتيجې ومني.
که چيرې دغه دوه تنه نوماندان سياسي موافقې ته ورسيږي او يا نه رسيږي؛ دانتخاباتو خپلواک کميسيون مکلف دى چې د خلکو انتظار پاى ته ورسوي او د انتخاباتو نتيجې ډير ژر اعلام کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته