سیاست

پاکستاني پوځيانو اودناټو ځواکونو خبري وکړې

اسلام اباد وي او  اي  دثور دمياشتي٢٤ نيټه :

په افغانستان کې دناټو دتړون دځواکونو امريکايي قوماندان جنرال الن  پرون دامنيتي مسئلوپه باب دخبرو لپاره دپاکستان دوسله وال پوځ له لوى درستيز جنرال اشفاق کياني سره په راولپنډي ښارکي وکتل.

د وي او  اي نيوز دخبري سايت دخبرله مخې  جنرال  جان الن  اوجنرال اشفاق پرويزکياني په دې کتنه کې دافغانستان اوپاکساان ترمنځ دسرحدي سيمو دامنيتي حالت په باب خبري وکړې اوټاکل شوې ده نن دافغانستان دوسله وال پوځ لوى درستيز جنرال شيرمحمدکريمي هم پاکستان ته ورسيږي او ددغو مقاماتو ترمنځ درې اړخيزي خبري وشوي .

دناټو اودپاکستان مقامات په راتلوونکي اوونۍ کې هم دپاکستان له لارې دنړيوالو ځواکونو داکمالاتي لارو دپر انستلو په باب خبري  کوي .

ديادونې وړ ده چې پاکستان په افغانستان کې نړيوالو قواو ته دناټو دتدارکاتو دليږدونې تګلوري دمومندو ايجنسۍ په قبايلي سيمي دناټو له هغه هوايي بريد وروسته چې دڅلرويشتو تنو پاکستاني پوځيانو دوژل کيدو سبب شو تړلي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته