سیاست

تبصــره :

کابل باختر د ثور دمياشتې ٩ :
د ثــور اوومــه دافغانستان په کليــــزه کې  يوه توره  او بدمرغــــه ورځ ده  چې     د ژوندانه زياتره مصيبتونه او ناخوالې په ذهنونو کې تداعي کوي اوپرځاى ده  چې ووايو نن  هر مصيبت  ، ستونزه  او کړاو چې زموږ خلک ورسره مخامخ دي  د ١٣٥٧  کال دثور دمياشتې  داوومې نيټې  د کـــودتا زيږنده  ده.
دباخترآژانس مبصر ليکي :
هغه څه چې د ١٣٥٧ کال دثور دمياشتې په اوومه نيټه تير شول ديوې   خونړۍ  پوځي کودتا عيني بيلګه ده  چې ديوه نظام بنسټ يې  دړې وړې کړ  او يولړ ستونزو ته يې زمينه برابره کړه  چې تر نن ورځې پورې  کړاو يې دافغانستان خلک  په اوږو اخلي .
سره له دې چې دثور دمياشتې  داوومې نيټې له کودتا څخه اووه ديرش کاله تيريږي  خوپايلې يې خونړۍ  او کورګډې دي .
دثور دمياشتې  داوومې نيټې کودتا چې دڅو لڼدپارو کسانو دمفکورې ، سليقې ، احساساتو او غبرګون  زيږنده  وه  دزياتو بدلونونو سبب شول  او نه يوازې دنړۍ ددوو سترو قدرتونو ترمنځ دسيالۍ  زمينه برابره کړه ، بلکې  ددې زمينه يې برابره کــــړه هغه سيمه ييز قدرتونه چې له پخوا څخه يې له افغانستان او د هغه له خلکوسره ستونزې او کينې لرلې  هم  سر را پورته کړ او زموږ دخلکو پرخلاف يې  په زور آزمايلو لاس پورې کړ.
دثور دمياشتې  داوومې نيټې له کودتا وروسته افغانستان له نړيوال تجريد سره مخامخ شو او دهېواد  کمزورى اقتصاد لاپسې  دړې وړې شو.
دکودتا کوونکو اودهغو کسانو ترمنځ نا خوالې چې دغه کودتا يې  رهبري کړه او وروسته يې دولت جوړ کړ ددې سبب  شوې چې دهغوى اصلي ملاتړى يعنې  پخواني شوروي اتحاد هم په کار لاس پورې کړي او دانترناسيونالستي مرستې په نامه  افغانستان ته  لښکر واستوي  او دغه هېواد په عملي توګه  اشغال کړي او زموږ دخلکو غبرګون را وپاروي . خلکو ديرغلګرو اودهغو دګوډاګيانو پرخلاف  جهاد پيل کړ ، دښمن دهېواد دبنسټونو په ويجاړولو لاس پورې کړ او ديوه ملت  يو مخيزه وژنه يې  پيل کړه ،  دوى  دخپلو ګوډاګيانو له لارې هلې ځلې وکړې چې په څو کلنه کورګډه  جګړه کې ددې هېواد ملي او  لرغونى هويت زيانمن شي   افغانستان  او افغانان  دتمدن اوپرمختګ له کاروان څخه بيرته پاتې شي .  که چيرې  نن افغانستان له زياتو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دى  که چيرې نن افغانستان دبهرنيو سياليو ډګر دى ، که چېرې نن افغانستان دپوهې او معاصرې تکنالوجۍ په لحاظ بيرته پاتې دى ، که چېرې نن افغانستان  دبهرنيو هېوادونو مرستو ته  اړ اومحتاج دى ، که چېرې نن زموږ  هېواد دمذهبي بنسټپالو ډلو له فعاليت څخه ځوريږي  ، که چيرې نن تروريستان او ډار اچوونکي هلې ځلې کوي چې په افغانستان کې له شتو امنيتي تشو څخه استفاده وکړي او پرې نږدي چې په دغه هېوادکې يو پياوړى حکومت  جوړ شي ،. که چېرې نن زموږ مغرض  ګاونډي هېوادونه  اودافغانستان خلک ځوريږي ، که چېرې نن  زموږ په مليونونو تنو هېوادوال دهېواد په دننه  اوبهرکې  لالهانده  دي  ټول يې دهغوى  په لنډپارو حرکتونو کې  جرړې لري چې دثور دمياشتې د اوومې نيټې په کودتاکې ترسره شول اوسربيره پردې  يې تيرو او اوسنيو ستونزو ته زمينه برابره کړه . زموږ دخلکو په اعتقادونو او باورونو يې هم  ور ودانګل ، دوى په خپلو الحادي مفکورو سره هلې ځلې وکړې چې مسلمان افغانستان   چې  ديني اواسلامي فلسفه او ګټوره  معنوي انديشه ددوى دبرخليک  يوه برخه ګرځيدلې ، بې لارې کړي چې دغه ناوړې  مفکورې ددې سبب شوه  چې ددې هېواد په مليونونو تنه انسانان خپل ټټرونه ډال وګرځوي   چې خپل معنوي ارزښتونه وساتي.
يوه څرګنده خبره   دا ده چې دثور دمياشتې  داوومې نيټې دکودتا پايلې   دهېواد له ورانۍ او دخلکو له دردونو او کړاونوپرته بل  څه نه وې  او ددې  وړ دي چې  ددغه جنايت په کورنيو او بهرنيو عاملانو لعنت ووايو.
سره له دې چې دثور دمياشتې  اوومه  زموږ دهېواد لپاره  دوحشت  او دناوړو بدلونونو پيل و، خو دغه ورځ   دخلکو ديوه ملي او اسلامي غورځنګ او حرکت پيل شو اويو ځل بيا يې دا ټکى په ډاګه کړ چې  افغانان  په خپل معنوي قوت ، ايمان  او هوډ سره کولاى شي  هر زبرځواک ته مثبت ځواب ووايي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته