کابل باختردغبرګولي د مياشتې ٦ :
امريکا به د افغانستان د جګړې له بودجې څخه اته سوه مليونه ډالره پاکستان ته ورکړي.
لويديځو خبرځايونو ويلي دي چې د امريکا د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو کميټې له اسلام آباد سره دنويې مالي مرستې په باب ددغه هېواد د دولت وړانديز تصويب کړ.
له پاکستان سره دغه نوې مالي مرسته چې ٨٠٠ مليونه ډالره کيږي؛ د افغانستان د جګړې له بودجې څخه به جلا شي .
امريکايي خبرځايونو ويلي دي چې له دغو مرستو څخه بايد ٣٠٠ مليونه ډالره د حقاني دشبکې پرخلاف د مبارزې په لاره کې ولګول شي.
امريکا په داسې حال کې د اته سوه مليونو ډالرو د ورکولو خبره کوي؛ هغه هم په پاکستان کې له تروريزم سره د مبارزي او ثبات په لاره کې خبرې کوي چې په دې وروستيوکې دطالبانو مشر ملا اخترمحمدمنصور د امريکايي الوتکو په بريد کې هغه هم د امريکا د جمهوررئيس بارک اوباما په مستقيمه لارښونه ووژل شو. مخکې له دې امريکا پاکستان ته د اته، اف _ ١٦ ډوله الوتکو پلورل د ډار اچونې پرخلاف د مبارزې په لاره کې ددغه هېواد د نه پاملرنې په دليل ځنډولي و.
پاکستان کلونه کلونه مخکې څه د پاسه٨٠٠ مليونه ډالره ددغو الوتکو د پيرودنې لپاره امريکا ته ورکړي دي؛ خو تر اوسه پورې دغه الوتکې يې نه دي ترلاسه کړې.
سره له دې چې د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما، د دغه هېواد د سنا مجلس د اړيکو رئيس، د امريکا د جمهوري رياست په انتخاباتوکې مخکښ نوماند ترامپ او د دغه هېواد يو شمېرسناتوران او د کانګرس غړي د ډار اچونې پرخلاف د مبارزې او له لويديځ سره د دغه هېواد د دوه ګونې لوبې په لاره کې دپاکستان کړو وړو ته منفي نظر لري؛ دغه هېواد ته د اته سوه مليونو ډالرو د مرستې ورکول زياتې پوښتنې رامنځته کړې دي .
يوشمېر په دې باور دي چې پاکستان د ملا اخترمحمدمنصور په تثبيتولوکې چې د هغه د وژنې سبب شو، له امريکا سره مرسته کړې ده او اته سوه مليونه ډالره لومړنى سوغات دى چې پاکستان يې ترلاسه کوي.
يوشمېر کارپوهان وايي چې ملا اخترمحمدمنصورپه پاکستان سربېره د نورو ملاتړ کوونکو په لټه کې هم او دا کار د هغه د وژل کيدو سبب شوى دى.
پاکستاني مقاماتو يو پاسپورټ رسنيو ته ورکړى دى چې ويل کيږي د ملا اخترمحمدمنصور دى او ده د دغه پاکستاني پاسپورټ په واسطه اتلس ځلې د ايران په ګډون له پاکستان څخه بهر ته سفر کړى و .
1 2 دقیقې لوستل