فرهنګ

په کابل کې د کيبلي خپرونو ساحه محدوده شوه

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٢ :
د کيبلي او ديجيتلي ټلويزيونونو د خپرونو د سمون په مقصد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معين فاضل سانچارکي په مشرۍ غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبرله مخې :
په دې غونډه کې لومړى د خپرونو د چارو معين د کيبلي او ديجيتلي ټلويويزونو د سمون او قانونمند کيدو په باب خبرې وکړې او له اړوندو متصديانو څخه يې وغوښتل چې خپلې خپرونې دې د ډله ييزو رسنيو د قانون د موادو په پام کې نيولو سره عيارې کړي.
وروسته د ټلويزيوني شبکو متصديانو خپلې ستونزې له نشراتي معين سره طرحه کړې.
دوى په کابل کې د کيبلي شبکو د فعاليت د ساحه پراختيا د بې نظمۍ او د کيبلي شبکو د مشخصې پتې د نه معلوميدو سبب وبلله او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه يې وغوښتل چې په دې برخه کې اقدام وکړي.
په دې غونډه کې د رايو په اتفاق تصميم ونيول شو چې د کيبلي شبکو د فعاليت ساحه محدوده او مشخصه شي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين د کيبلي شبکو له
مسوولينوڅخه وغوښتل چې په مذهبي او ملي ورځو او د نورو ځانګړو مناسبتونو په ورځوکې دې خپلې خپرونې د دغو مناسبتونو له روحيې سره سمې عيارې کړي.
دغه راز په دې غونډه کې د کيبلي ټلويزيونونو د خپرونو د څارنې د کميسيون غړو د کيبلي خپرونو د حالت په باب خپل رپوټ وړاندې کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته