اقتصاد

د مالیې وزیر د خوست له والي سره وکتل

کابل_باختر د لړم د مياشتې٢٠مه
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، نن د خوست له والي حکم خان حبیبي سره وکتل.
د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د خوست ولایت د هوایې ډګر ګټې اخیستنې او پرانېستې ته د چمتو والي ترڅنګ، په دغه ولایت کې د سړکونو په جوړیدو، د پراختیایې بودیجې په لګښت، د خلکو لومړیتوبونو ته په کتو سره د پراختيایې پروژو په پلي کیدو، د دومنده بند په جوړېدو، د جلغوزیو د پروسس او صادراتو پر طرحې او یو شمېر نورو اړندو مسایلو خبرې وکړې.
د خوست والي ډاډ ورکړ چې د دغه ولایت د هوایې ډګر چارې بشپړې شوې او پرانېستو ته چمتو ده.
د جلغوزیو د پروسس او صادراتو د طرحې په اړه پریکړه وشوه چې دغه طرحه دې د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې شي.#
پاى_ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته