امنیت

په ننګرهارکې يو سړى له وسلو سره ونيول شو

کابل / د لړم ٨مه / باختر
يو سړى په ننګرهارکې له څو جنګي وسايلو سره ونيول شو.
دغه کس غوښتل١١سپکې او درندې وسلې له ننګرهاره کابل ته ولېږدوي چې په درونټه کې ونيول شو.
د ر ارسيدلو خبرونو له مخې: نيول شوي سړي دغه جنګي وسايل په ماهرانه ډول په يوه بار وړونکي موټرکې ځاى پرځاى کړي وو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په ترلاسه شويو وسلوکې شپږ توغندي ويشتونکي او ٥ کلاشينکوفونه شته.
تر اوسه روښانه نه ده چې نيول شوى کس د وسلو قاچاق وړونکى دى او يا د ډار اچوونکو ډلو غړى؟
خوږياڼى وايي چې د پېښې په اړوند د امنيتي ځواکونو څېړنې پيل شوې دي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته