امنیت

اووه پنځوس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختردمرغومي يوولسمه :
دهېواد په بيلابيلو  سيموکې اووه پنځوس تنه ډرا اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په  ليږلو سره  ويلي دي  دهېواد ملي ، دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې دهېواد په بيلابيلو سيموکې ګډ يرغليز عمليات ترسره کړل چې له امله يې  دوسله والو طالبانو دټلې  ديو سيمه ئيز قوماندان اوڅلورو داعشيانو په ګډون اووه پنځوس  تنه ډار اچوونکي وژل شوي او ٤٤ تنه نور ټپيان شوي دي .
دهېواد ددفاعي او امنيتي ځواکونو دغه عمليات دتوپچي او  هوايي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ، لغمان ، لوګر ، پکتيا ، غزني ، قندهار ، روزګان ، هرات ، فارياب ، کندز او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته