نړۍ

د اوکراين دموقت جمهور رييس څرګندونې

کيف-بى بى سي- باختر دکب دمياشتې ٥
د اوکراين موقت  جمهور رييس الکساندر تورچينف له  اروپايي اتحاديې    سره دسياست په پراختيا او اړيکو دټينګښت په ټيڼګار سره له روسيې څخه غوښتي دي چې اوکراين د خلکو اروپايي ټاکنې ته  درناوى وکړي.
باختر آژانس دبى بى سي  دخبري سايټ  له خولې خبر راکړ :  الکساندرتورچينف ويلى دي چې له  روسيې سره  د دوستانه اړيکو په  لټه کې دى خو   اړيکى بايد دبرابرۍ  او دمتقابل درناوى د اصل له مخې وي  او مسکو بايد د اروپايي  اتحاديې په لور د اوکراين يون   ومني.
له بله  پلوه يو جګپوړى امريکايي مقام ديکشنبې په ورځ په اوکراين کې د احتمالى پوځى لاسوهنې له امله   روسيې ته   خبردارى   ورکړ.
د اوکراين پارلمان ددغه هيواد د ګوښه کړى شوي جمهور رييس ويکتوريانو کوويچ واکونه  په موقتي ډول الکساندر تورچينف ته ورکړي دي .
دى پخوا درايو په اکثريت دپارلمان درييس په توګه ټاکل شوى و.    الکساندر تورچينف اعلام کړى دى غواړي  چې له مسکو سره اړيکې دوام  ومومى خو په ښو او نويو اړيکو کې بايد د اوکراين اروپايي ټاکنه په رسميت  وپيژندل شي.
ده  دغه راز دواک د  تشى او له يوبل څخه د  اوکراين دلويديځواو ختيځو سيمو دجلا کيدو د پايلو په  باب خبردارى ورکړ  د اوکراين په ختيځو سيمو کې خلک په عمده توګه  له روسيې سره  د  نږدې اړيکو پلوي دى خو دلويديځو زيات خلک  له اروپايي  اتحاديې سره د اوکراين دپيوستون ملاتړ کوى.
له بله پلوه د روسيې حکومت په کيف کى ددغه هيواد سفير د اوکراين دحالاتو په باب دسلامشوره لپاره مسکو ته بللى دى .
په   اوکراين کې نا ارامى دلړم په مياشت کې هغه وخت پيل شوي چې ددغه هيواد
دجمهور رييس ويکتوريانوکوويچ له اروپايي اتحاديى سره دتجارتي تړون له لاسليک کولو څخه ډ ډه وکړه  او پرځاى يې له  روسيې سره  زيات نږدې  شو.
په اوکراين کې د تيرو څو ورځو په نښتو کې څه  دپاسه اتيا تنه اعتراض کوونکي
او پوليسان  ووژل شول او شپږ سوه تنه  نور ټپيان   شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته