امنیت

دنشه يي توکو يوقاچاق وړونکى اويو انسان تښتوونکى په هرات کې ونيول شو

کابل / دمرغومي ١١مه / باختر :
دوه تنه مجرمين په هرات کې دملي امنيت دځانګړي ځواکونوپه بريد کې ونيول شول . نيول شوي کسان يو دنشه يي توکو قاچاق وړونکى دى او بلې انسان تښتوونکى دى .
د رارسېدلو خبرونو له مخې ، دغه دوه تنه  دهرات ښار له دوو سيمو څخه  په جلا جلا عملياتو کې ونيول شول .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل:  نيول شويو کسانو په هرات کې دانسان تښتوونې او دنشه يي توکو دقاچاقو په لسګونو پېښو کې لاس درلود .
له دغوکسانو څخه  جنګي وسايل او نشه يي توکي ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې،   ١٦ تنه په هرات کې  دجنايي جرمونو په اړوند ونيول شول .
پوليس وايي  دغه کسان دجلا جلا عملياتو او دوسايطو دپلټنې په بهير کې  دهرات ښار  اويوشمېر ولسواليو څخه ونيول شول .
نيول شوي کسانو دنشه يي توکو دقاچاقو او دانسان تښتوونې په اړوندتورن دي.
  ختم_ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته