سیاست

د جمهوري ریاست مطبوعاتي اعلامیه

کابل/ باختر/ د سلواغې د میاشتې ۱نېټه
په میدان ښارکې د ملي امنیت پر منسوبینو د ترهګریز برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه
د افغانستان جنایتکاره دښمنانو په میدان ښار کې د ملي امنیت پر منسوبینو د ترهګریز برید په پایله کې د هېواد هغه صادق بچیان چې د هېواد د دفاع او هېوادوالو د ساتنې لپاره هر ډول مبارزې او سرښندنې ته چمتو دي، شهیدان او ټپیان کړل.
تروریستي ډلې او د دوی بهرني ملاتړي د دغه ډول تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره زموږ د اتلو او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو عالي مورال نشي کمزوری کولی. دوی د تروریستي ډلو د ځپلو جدي اراده لري.
د هېواد جمهور رئیس اړوند مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د دغې پېښې د څرنګوالي د هراړخیزې څېړنې ترڅنګ، ټپیانو او د قربانیانو کورنیو ته پر وخت رسیدګي وکړي.
محمد اشرف غني د دغې پېښې د غندنې ترڅنګ د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د سملاسي روغتیا هیله کوي.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته