ګردیز باختر د چنګاښ د میاشتې ۵ مه
د پکتیا ولایت د بېلابېلو سیمو مېرمنې او نجونې له وسله والو طالبانو غواړي چې له افغان دولت سره اوربند او سوله وکړي.
د باختراژانس د سیمه یېز خبریال د خبرله مخې؛
دغو میرمنو د کوچني اختر په ورځو کې د دولت او مخالفانو دوه اړخيز اوربند هيله بښونکی وباله او ويې ويل چې د اوربند په دې ورځو کې څرګنده شوه چې سوله د ټولو غوښتنه ده.
دوی وویل چې د جګړو ډېر زيان نجونو او مېرمنو ته رسيږي ځکه چې په دواړو خواوو کې وژل کېدونکي کسان د مېرمنو وروڼه،،مېړونه، زامن او اولادونه دي.
دوی له حکومت څخه مننه وکړه چې د اوربند موده یې وغځوله خو له وسله والوطالبانو او سياسي ګوندونوڅخه يې بیا وغوښتل چې دوی هم د اوربند د غځېدو لپاره هڅې و کړي.پای/وصال
1 1 دقیقه لوستل