اقتصاد

په چين کې د افغان بازار نندارتون جوړ شو

کابل / د چنګاښ ۷مه / باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په بيجينګ ښار کې د افغانستان د سفارت په همکارۍ د افغانستان د فرهنګ خونې د پرانيستلو په مناسبت د هېواد د صادراتي محصولاتو يو ورځنى نندارتون جوړ کړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ دغه نندارتون چې د افغان بازار تر نامه لاندې جوړ شوی و، يوشمېر شرکتونو د غاليو، ټغر، زعفرانو، ډولي محصولاتو، لاجوردو، ګاڼو او لاسي صنايعو په ګډون د افغانستان توليدي محصولات پکې نندارې ته وړاندې کړل.
دغه نندارتون د کتونکو له بې ساري هرکلي سره مخ شو.
چيني مقاماتو، په بيجينګ کې د بهرنيو هېوادونو سفيرانو او ډيپلوماتانو، د چين د سوداګرۍ د خونو او اتحاديو استازو، چينايي سوداګرو او د بيجينګ يو زيات شمېر خلکو دغه نندارتون وکوت.
دغه نندارتون د هېواد صادروونکو ته د افغانستان د صادراتي مالونو د معرفي کولو او بازار موندنې لپاره يو ښه فرصت برابر کړ او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د تجارتي معاملو زمينه برابره کړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هېواد محصولاتو ته د بازارموندنې او معرفي کولو په موخه، د سيمې او نړۍ په هېوادونو کې نندارتونونه جوړوي.
ختم ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته