ټولنه

د محرم دلسمې ورځې په مناسبت په لوړو زده کړو وزارت کې غونډه جوړه شوه.

کابل باختردتلې دمياشتې څلورمه  نيټه       
په لوړو زده کړو وزارت کې د مرکزي پوهنتونونو محصلانو له خوا د محرم لسمې حضرت امام حسین (رض) د شهادت ورځې په مناسبت غونډه جوړه شوه.
دلوړوزده کړو وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوي، د ملي شورا یو شمېر وکیلانو او د مرکزي پوهنتونونو ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و.
د لوړو زده کړو وزارت دمالي او اداري چارو مرستیال دوکتور احمد سیر مهجور خبرې وکړې ویې ویل: د حضرت امام حسین (رض) د عدالت غوښتنې مکتب د ظلم او ستم سره د مبارزې او مسلمانانو ته د هوساینې راوړلو مکتب دی.
ده زیاته کړه د امام حسین (رض) لاره د صبر او زغم لاره ده او په اوسني وخت کې ورته مهمه اړتیا لیدل کیږي.
ډاکتر مهجور وویل موږ کولی شود امام حسین(رض) مکتب له ارزښتونو او مفاهیمو څخه په ګټې اخیستنې سره خپله ټولنه د عدالت او یوالي لورې ته سوق کړو او دغه بدلون هغه وخت رامنځته کیږي چې موږ د خپلې ټولنې د اصلاح لپاره هڅې وکړو.
د کابل پوهنتون رئیس استاد حمیدالله فاروقي مسلمانانو ته د عاشورا ورځې د پیغامونو او پیروۍ، کابل طبي پوهنتون رئیس پوهاند ډاکتر شیرين آقا ظریف د محرم ورځې د اهمیت، په ولسي جرګه کې د خلکو استازي جعفر مهدوي په اکاډمیکو غونډو او تحصیلي بنسټونو کې د عاشورا پیغامونو د شاملولو،د ابن سینا پوهنتون رئیس ډاکتر محمد امین احمدي د عاشورا منظر له نظره لوړ فرهنګ ته د رسیدو پر څرنګوالي اود وحدت حزب مرستیال حاجي خلیل دره صوفي په تحصیلي بنسټونو کې د عاشورا مکتب د تحلیل پر اړتیا خبرې وکړې او په اړوندو برخو کې یې معلومات ورکړل.
غونډه د محصلانو له خوا د اشعاروپه لوستلو او د کربلا او په هېواد کې د وروستیو پېښو شهیدانو ارواحو ته د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.پاى-ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته