کابلباختردمرغومي دمياشتې ٢٩ :
دکابل دنړيوال هوايي ډگر د ګمرکاتو مسوولينو نن يو سړى دديارلسو ټوکو خطي
قرآن کريم دقاچاقو په تور ونيوه.
دکابل دنړيوال هوايي ډګر دګمرکاتو يوه اړونده خبرځاى دباخترآژانس خبريال ته وويل : ديارلس ټوکه خطي قرآن کريم چې ديو سړي له خوا ديوې الوتکې په واسطه دوبى ته ليږدول کيدل دليږدولو مخه يې ونيول شوه او ليږدونکى يې ونيول شو.
دکابل دنړيوال هوايي ډگر دګمرکاتو دمسافرينو دآمر دڅرگندونوله مخې دغه قرآن شريفونه داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت ملي آرشيف ته وليږدول شول چې نوعيت ، تاريخي لرغونتيا او نورمشخصات يې جوت شي .
نيول شوي سړي ادعا وکړه چې دغه قرآن شريفونه يې په پيښور ښارکې هديه
کــــړي وو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ