امنیت

درې تنه ماشومان په قندهارکې ووژل شول

کابل باختر د چنګاښ شلمه :
درې تنه ماشومان په قندهار ولايت کې تېره شپه د يوماين د چاودنې له امله ووژل شول .
د قندهار ولايت د امنيتې مسوول يوه خبرځاى دباخترآژانس خبريال ته وويل: په قندهار ولايت کې په واټ کې د ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله درې تنه ماشومان ووژل شول او شپږ تنه ملکيان ټپيان شول .
  ويل کيږي چې دغه چاودنه هغه وخت وشوه چې د دغو ماشومانو د سپرلۍ ريکشا د ارغستان  او سپين بولدک په لاره کې په واټ کې په ښخ کړي شوي ماين وخوت .
د دغې چاودنې قربانيان قندهار ښار ته ليږدول شوي او ټپيان  چې درې ښځې او درې نارينه دي؛ تر درملنې لاندې دي چې ددوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته