
کابل، د سلواغې ۱۵مه باختر
د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې په سالنګ کې د واورې ورښت درېدلی او دغه لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستې ده.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې اوسمهال د سالنګ پر لویه لار مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو او بار وړونکي موټر پرته له ټېلر په نوبت سره تګ کولی شي.
سرچینې همدارنګه ویلي، چې په غور ولایت کې د ورستۍ واورې اورېدو له کبله د بندبایان، بندبکک او بوربند مسیرونه د تګ راتګ پرمخ موقتاً بند دي او پاکولو کار یې دوام لري.
د ټولګټو چارو وزارت همدارنګه خبر ورکړی، چې په بامیانو کې ټول مسیرونه د تګ راتګ پرمخ پرانستې دي، خو د دغه ولایت د ورس پُل مسیر د واورې ښوېدو له امله بند دی، چې د پاکولو کار یې روان دی
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په دایکنډي ولایت کې د ورسیل او ایله سونک کوتلونو لارې د واورې ښوېدنې له کبله د ترافیکو پر مخ تړلې دي او همدارنګه، د سرپل د قم کوتل لار او د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ لار د تګ راتګ پرمخ بند دي؛ خو د قم کوتل بدیله لار د ترافیکو پرمخ پرانیستې ده.
ټولګټو وزارت د واورې پاکولو عملیاتي ټیمونه، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سړکونو او لویو لارو د پاکولو او پرانیست ساتلو په موخه شتون لري، تر څو درنو هېوادوالو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې کړي.
یاد وزارت له ټولو مسافرو او موټر چلونکو څخه غواړي، چې له واورې ځپلو مسيرونو څخه د تېرېدو پرمهال د موټر ځنځیر (چین) وتړي، له احتیاط څخه کار واخلي او ترافیکي قوانین په پام کې ونیسي.
افغانمل