نړۍ

خليل زاد اوملابرادر په قطر کې وکتل .

دوحه  / دچنګاښ ١٥مه / باختر :
دافغانستان د سولې لپاره  د امريکا ځانګړى استازى  د طالبانو  د سياسي دفتر له مرستيال سره  په قطر کې ليده کاته او خبرې اترې وکړې.
د منځني ختيځ د خبري اژانس د خبرله مخې،  زلمي خليل زاد پرون  په خپل تيوتر کې وليکل چې له ملا غني برادر سره په کتنه کې د افغانستان د سولې بهير په ګړنديتوب ټينګار شوى  دى .
هغه څرګنده کړه چې دواړه لوري بايد سولې ته  د رسېدو لپاره خنډونه لرې کړي او د بين الافغاني  خبرو اترو د پيل لپاره  عملي اوګړندي ګامونه واخلي .
خليل زاد دغه راز په افغانستان کې پرپانګې اچونې هم ټينګار کړى دى .
د يادونې وړ ده چې په دې غونډه کې  د افغانستان لپاره د قطر د بهرنيو چارو  د وزارت ځانګړي استازي  مطلق القحطاني  او د امريکا د نړېوالې  پراختيا د پانګې اچونې د شرکت اجراييوي  رييس  آدام بولر هم  ګډون کړى و .
د خليل زاد د سيمه ييزو سفرونو نوى  دوره  تېره اوونۍ  پاکستان، ازبکستان او قطر ته په سفر سره  پيل شوه .
  ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته